خبرونهTOPورزش

کرکټ؛ د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ نن د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیلېږي

کابل، د کب ۱۷مه، باختر

د افغانستان او ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ نن د دریو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیلېږي.

ټاکل شوې د دغه لوبلړۍ لومړۍ لوبه د کابل پر وخت نن مازدیګر ۴ بجې د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

له دې وړاندې افغانستان له ایرلنډ څخه په یوازینۍ ټېسټ لوبه کې د ۶ ویکټو په توپیر ماتې خوړلې وه او ټاکل شوې د دواړو لوبډلو ترمنځ له یو ورځنیو سیالیو وروسته د دریو نړیوالو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ هم پيل شي.

افغانستان او ایرلنډ تر دې دمه په خپلو کې ۳۰ نړیوالې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړې چې افغانستان په کې ۱۶ ګتلي او یوه لوبه هم بې پایلې پای ته رسېدلې ده.

له لوبې وړاندې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي د یوه رسنیز کنفرانس پرمهال رسنیو ته د روانو لوبو لپاره د ملي لوبډلې د بشپړ چمتووالي ډاډ ورکړی دی.

شهیدي د ملي لوبډلې وروستیو ماتو ته هم اشاره کړې او له هېوادوالو یې غوښتي چې په دې سخت وخت کې د خپلې لوبډلې ملاتړ وکړي ترڅو د نړیوال جام په څېر پياوړې لوبې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته