خبرونهټولنهTOP

کاپيسا کې د دوو کورنيو ترمنځ له ۱۵ کلنۍ دښمني وروسته جوړه وشوه

کابل، د وري ۲۹مه، باختر
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په کاپيسا ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ د ۱۵ کلنې دښمنۍ د ختمولو خبر ورکړی دی.
له ياد وزارت څخه باختر اطلاعاتي آژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د کاپيسا ولایت په حصه دوم ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ شخړه چې له تېرو ۱۵ کلونو څخه د یو لړ منطقوي ستونزو پرسر رامنځته شوې وه هواره او په دوستۍ بدله شوه.
د سرچينې د مالوماتو له مخې د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمر په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې ويلي چې افغانستان کې ټولو میشتو قومونو ته خدای ج دا وړتیا ورکړې، چې هر ډول لوی لوی مسایل د اسلامي اصولو، جرګو او مرکو له لارې حل کړي تر څو وکولاى شي د یو بل تر څنګ د یو سپڅلي اسلامي نظام تر سیوري لاندې د اخوت او ورور ګلوي ژوند ته ادامه ورکړي.
په خبرپاڼه کې همدارنګه څرګنده شوې، چې دواړو کورنیو ډاډ ورکړی، چې له دې وروسته به یو او بل ته هیڅ ضرر نه رسوي او د ورورولۍ ژوند به کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته