امنیت

دوه تنه ځانمرګي يرغلګر په کاپيسا کې ووژل شول .

-کابل باختر د زمري  اوولسمه :
دوه تنه ځانمرګي  يرغلګر هدف ته له رسيدو مخکې په کاپيسا ولايت کې دپوليسو له خوا ووژل شول .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر مسوول  باختراژانس ته وويل چې په موټرسايکل  سپرو دوه تنه ځانمرګو  يرغلګرو چې نيت يې درلود په تګاب ولسوالۍ کې په دولتي ځواکونو بريد وکړي دپوليسو له خوا ووژل شول .
خبرځاى زياته کړه  په دې پيښه کې هيچاته زيان نه دى اوښتى .
  ختم- عطاالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته