خبرونهنړۍ

کاناډا اسرایلو ته د وسلو د ورکړې پروسه دروي، امریکا یې هرکلی کړی

نړۍ، د وري لومړۍ نېټه، باختر

کاناډا کې ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي، چې حکومت پرېکړه کړې تر څو اسرایلو ته د هرډول وسلو د ورکړې پروسه ودروي.

ویل کېږي، د دغې پروسې په جریان کې ځینې وسلې اسرایلو ته مرسته کېږي او ځینې نورې د پیسو په بدل کې ورکول کېږي.

ورته وخت کې امریکایي جمهوریت غوښتونکي مشهور سناتور برني سندرز په خپله اېکس پاڼه د کانادا له دغه اقدام څخه هرکلی کړی دی.

سندرز له اسرایلو سره د بایډن د حکومت له لوري د مرستو سخت مخالف دی او څو ځلې یې هڅه کړې، چې کانګریس کې یې د تصویب مخه ونیسي.

د یادونې وړ ده، چې اسرایل دغه مرستې په غزه او د فلسطین په نورو ځایونو کې د ملکي وګړو په وژنه لګوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته