امنیت

په پکتیکا کې دوه تنه ماین خښوونکي نیول شوي دي

ښرنه باختر د غبرګولي د میاشتې ۲۱ مه
د پکتیکا ولایت په جانخېلو ولسوالۍ کې دوه تنه ماین خښوونکي د ماین د ځای پر ځای کولو پر مهال نیول شوي دي.
ځايي چارواکي وايي چې نیول شوي کسان تېره شپه په سړک د ماین د ځای په ځای کولو بوخت وو چې د پولیسو له لورې ونیول شول.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ هم د پکتیکا ولایت د وازیخوا ولسوالۍ په مربوطاتو کې له چاودیدونکو توکو څخه ډک موټر سایکل کشف او شنډ شوی و.
د پکتیکا د امنیې قوماندانۍ ویاند شاه محمد آرین د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې، نیول شوي کسان اوسمهال تر پوښتنو او ګرویګنو لاندې دي او له څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته