خبرونهامنیت

کابل کې ۵ کسان د غلا په تور ونیول شول

کابل، وري ۲مه، باختر 

د کورنیو چارو وزارت په کابل کې د غلا په تور د ۵ کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ منسوبینو په دغه ولسوالۍ کې د غلو وسله واله او مسلکي ډله نیولې ده.

سرچینې زیاته کړې، چې دغو کسانو شویو کسانو به په یاده ولسوالۍ کې وسله والې غلاوې کولې، چې له څو ورځو څار وروسته له یو کور څخه د غلا پر مهال لاس په لاس ونیول شول. 

په خبرپاڼه کې همدارنګه لیکل شوي، چې پولیسو له نیول شویو کسانو څخه یو لیپټاپ کمپیوټر دوه ځېرک مبایلونه، شپږ ساده مبایلونه او یو ټلويزیون هم ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته