خبرونهټولنهروغتیا

کابل کې څه باندې ۳۶ ټنه بې کیفیته او تېر وخته توکي له منځه یوړل شول

کابل، د کب ۲۰مه، باختر
د کابل ښاروالۍ وايي چې د چاپېریال ساتنې او چاپېریالي روغتیا ریاست له لوري څه باندې ۳۶ ټنه راټول کړل شوي تېر وخته او بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي د ټاکل شوي پلاوي په حضور کې له ښار څخه بهر د ګزک په سیمه کې له منځه یوړل شول.
د دغې ادارې د معلوماتو له مخې؛ په دغو توکو کې شیدې، ملايي، بیسکویټ، غوړي، پنیر، کنسرو باب، د رومي بادنجانو روب، چپس، پاپړ او یوه اندازه غیر الکولي د څښاک توکي شامل وو.
سرچینې زیاته کړې چې د ښاریانو د روغتیا خوندیتوب په موخه، د کابل ښاروالۍ مسوولان له بازارونو څخه په دومداره توګه څارنې کوي او ښاریان دې د توکو د پېرلو پرمهال د خوراکي او غیر خوراکي توکو نېټې او کیفیت ته پام وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته