خبرونهاقتصادټولنه

کابل کې د څه باندې ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د کوڅې جوړولو دوې پروژې بشپړې شوې

کابل، د کب ۲۸مه، باختر

د کابل ښاروالۍ له لوري د شپږمې ناحیې اړوند په ۳م ګذر کې د سړک او په ۱۵م ګذر کې د کوڅې جوړولو دوو پروژو چارې بشپړې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د دغو پروژو د ګټې اخیستنې مراسمو کې د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو  د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري وویل چې د ۳م ګذر اړوند د ډبرو سکرو میدان په نوم سیمه کې د ۲ مترو ګلدان په ګډون د ۳۸۲ مترو په اوږدوالي او له ۱۲  څخه تر ۱۴ مترو په سور سړک د ۸.۵ میلیونو افغانیو په لګښت او د ۱۵م ګذر اړوند د قلعه ناظر او لب جر په سیمه کې د ۶۷۹ مترو په اوږدوالي او له  ۳.۵ څخه تر ۴ مترو په سور کوڅه د ۴.۸۵ میلیونه افغانیو په لګښت، د ۵ میاشتو په موده کې په معیاري او اساسي ډول جوړې شوي دي.

د یادولو وړ ده چې، په دغو پروژو کې هره پوره شاوخوا ۲۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته