امنیت

يو موټر چلونکى په هلمند کې د طالبانو له خوا ووژل شو.

کابل – باختر دکب دمياشتې ١١
وسله والو طالبانو پرون يو موټرچلونکى په هلمند ولايت کې په  ډزو سره وواژه.
د هلمند د والي ويندوى  عمر ځواک باختر آژانس ته وويل  :  طالبانو د سنګين ولسوالۍ د انار باغ په  ساحه کې ديو ليني موټر چلوونکى له موټر څخه کوز  او
په ډزو سره يې  وواژه.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې :  ددغې وژنې انګيزه  تراوسه پورې معلومه نه ده     او طالبان ددغه موټر چلوونکي   له وژلو وروسته له سيمې څخه  وتښتيدل.
خبرځاى زياته کړه پوليسو د دغې پيښې دعاملينو دنيولو په مقصد د پلټنې عمليات پيل کړې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته