کابل / د کب ۲۶ مه / باختر
د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارومعین مولوي حبیب الرحمن منصوري په مشرۍ د کابل ښارد یوشمېرناحیو د ګذرله وکیلانوسره د همغږۍ او مشورتي غونډه جوړه شوه.
د باخترآژانس د خبرله مخې، په دې غونډه کې د کابل ښآروالۍ د ټولنیزواو کلتوري چارو معین د ګذروکیلانو پرزیاتو همکاریو او له خلکو سره یې د ښو اړیکو پرټینګښت او د یوې سالمې ښاري ټولنې پرجوړولوټيڼګاروکړ.
هغه وویل : موږ د چاپیریال او ښاري ستونزو په حل کې ، د نیالګي کېنولو او شنو فضا ، اخلاقي مسایلواو په ښاري قوانینوکې ګډ مسوولیتونه لرو که ښاریانو د ټولنیزو ، اقتصادي ، امنیتي او چاپیریال ساتنې د مسایلو په حلولوکې له اړوندو بنسټونوسره همکار و اوسي او ګډ هوساینې ولرو.
هغه د هغو ستونزو د حل لارې چارې په ګوټه کړې چې د ګذر وکیلان باید د مسوولینواو ښاریانو ترمنځ د ارتباطي پله په توګه دوامداره همکاري ولري ځکه د دوی له لارې د کابل ښآروالۍ پروګرامونه جوړ او پلي کېږي.
وروسته د ناحیو د ګذر یو شمېر وکیلانو وویل چې د ښارقوانینواو اصولوپه تطبیق کې له مسوولینوسره د ښاریانو د اړیکې ټینګښت ، له ښاري سرغړونوڅخه مخنیوی او د کابل ښاروالۍ او دولتي بنسټونوسره د اخلاقي او ټولنیزومسایلوپه احیا کولوکې لازمه همکاري وکړي.
هغوی زیاته کړه چې د ګذر وکیلان د سیمې اوسېدونکو او عامو خلکو ته د ښه ژوند او هوساینې د برابرولو په برخه کې هڅه کوي او دغه راز ژمنې وکړې چې د پروګرامونو په تطبیق کې هم د کابل له ښاروالۍ سره به همکاري وکړي.
ع