متون باخترد کب د میاشتې ۵ مه
ځوانان باید د ملي یوالي حکومت څخه د ملاتړ ترڅنګ د هېواد په پرمختګ کې رغنده رول ولوبوي.
د باختر اژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې:
دغه څرګندونې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معین ډاکټر کمال سادات په خوست ولایت کې د ځوانانو یوې غونډې ته وکړې.
سادات په خپله وینا کې د ټاپي پروژې یادونه هم وکړه او زیاته یې کړه چې،دغه پروژه د هېواد لپاره اقتصادي ارزښت لري .
هغه د جمهور ریېس د دغه اقدام ستاینه وکړه او له ځوانانو څخه يې وغوښتل چې،په هره برخه کې د دولت ملاتړ وکړي.
سادات وویل چې ځوانان باید د سولې،ثبات او د هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړي،نه دا چې د ځینو کسانو د شخصي ګټو ښکار شي.
په همدې حال کې ګڼو ویناوالو غونډې ته د وینا په ترڅ کې وویل چې، ولسونه باید د بهرنیو هېوادونو د استخباراتو او د نظام په دننه کې هغو عناصرو ته اجازه ورنه کړي چې د نظام د ړنګولو هڅې کوي.
د یادونې وړه ده چې دغه غونډه د خوست ولایت د میلمه کوټ باغ په انګړ کې د ځوانانو معینیت په همکارۍ جوړه شوې وه چې، د چارواکو ترڅنګ ګڼو ځوانانو او د مدني ټولنو غړو په کې ګډون کړی وو.پای/وصال
0 1 دقیقه لوستل