سیاست

تبصره:

 

کابل _ باختر د وري څليرويشتمه :

په داسې حال کې چې د تيرو ديرشوکلونو پيښو د افغانستان نامه له جګړې، تاوتريخوالى، ورانکارى او ترورسره پيوند خوړلى دى؛ خو د غزني لپاره د اسلامي فرهنګ دپايتخت دعنوان ترلاسه کلو بډاى افغاني هويت او تمدن په ډاګه کوي .

 دباخترآژانس مبصر ليکي: ټاکل شوې ده نن د وري د مياشتې په څليرويشتمه نيټه غزني د اسلامي فرهنګ دپايتخت په توګه ونومول شي .

  د ايسيسکو سازمان چې مرکز يې د مراکش په تنجه ښارکې دى، کال په کال داسلامي هيوادونو درې ښارونه دهغو معيارونو او ضوابطو په پام کې نيولو سره چې په دې موسسه کې شته، د اسلامي فرهنګ او تمدن د مرکزونو په توګه معرفي کوي .

غزني په ٢٠١٣ميلادي کال کې يو له دغو دريو ښارونوڅخه دى چې د آسيا له جنوب  څخه  داسلامي نړۍ دپايتخت په توګه انتخاب شوى دى .

 افغانستان د يو لرغوني هيواد په توګه د لرغونو اوبډايوتمدنونو ترمنځ ځانګړى ځاى لري، په دې ترڅ کې غزني ځانګړى ځاى لري. زياترو دولتي شخصيتونو ، عالمانو، عارفانو او څيړونکو له همدې خاورې څخه سر پورته کړى دى. هغوى نه يواځې داسلامي تمدنونو د پراختيا او ټينګښت عامل شول؛ بلکې وکولاى شول د خراسان دجنوب په لور داسلام دخپريدو او پراختياعامل شي.

 نن په نورو هيوادونوکې د نړۍ ددغو فاتحانو د فتوحاتو زيات آثار شته. په دې ترڅ کې غزني او دافغانستان نورو ښارونو د خراسان دخلکو د تېرتمدن او د ارزښتناک اسلامي هويت، ارزښتناکو آثارو ته ځاى ورکړى دى او هغه يې ساتلي دي او دا دى غزني ددغه شان آثارو او ددغه شان لرغونتيا په شتون کې د اسلامي فرهنګ پايتخت کيږي.

دغزني دغه برياليتوب او موقعيت ملي وياړ دى چې دغزني هيوادوالو ترڅنګ زموږ هلمندي ، قندهاري ، بدخشي ، بامياني او هراتي هيوادوال هم په دې وياړي. په دې ترڅ داسلامي فرهنګ دپايتخت په توګه دغزني دانتخاب په باب د ايسيسکو تصميم  دافغانستان د دولت لپاره يو ستربرياليتوب هم بلل کيږي.

دغه مسئله کولى شي د سيمې دهيوادونو او له هغو څخه بهر فرهنګي او علمي فعاليت د نړۍ دهيوادونو، فرهنګي فعالين غزني او له دې لارې افغانستان ته متوجه کړي .

 داسلامي فرهنګ په توګه دغزني دمعرفي کولو خبره په داسې حال کې طرحه کيږي چې د تيرو ديرشو کلونو پيښو،  په تېره بيادطالبانو د واکمنۍ په وخت کې په هيوادکې دتروريستي کړيو شتون، دافغانستان په باب کرغيړنه او ناوړه څيره وړاندې کړې وه.

د نړۍ خلکو دافغانستان موقعيت او دريځ ته دهمدغو پيښو له تنګې دريڅې  څخه وکتل، خو د دې هيواد دخلکو د وياړلي او لوړ فرهنګ  دعظمت  اولرغونتيا په باب يې دومره معلومات نه لرل ، له نيکه مرغه په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې پراخ شتون ، نړيوال په واقعيتونو خبرکړل.

 په دې موده کې د اصيل افغاني هويت او فرهنګ دمعرفي کولو لپاره زيات کارونه وشول ، د طلاتپې آثار چې دخراسان او نننى افغانستان دتمدن څرګندوى دى ، نړۍ په ځينو برخوکې وښودل شول.

 په دې ترڅ کې افغانانو د هنر ، سينما او زده کړې په برخه کې په خلاق کارسره يو لړبرياليتوبونه ترلاسه کړل. هغه څه چې نن په غزني پورې اړه پيداکوي او هغه څه چې دافغانانو دفرهنګ او هويت دمعرفي کولو لپاره کار شوى دى ، د دې کار څرګندوى دى چې افغانان د ارادې خاوند، تمدن، زيارکښ او هڅاند خلک دي. تاوتريخوالى، ترور او ورانکارى بهرني انګيزې لري چې د دې هيواد په خلکو تپل شوي دي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته