سیاستخبرونهTOP

پیترس اوستویس: اروپایي ټولنه له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي

کابل, د غوایي ۶ مه, باختر
د اروپایي ټولنې اقیانوسیې برخې رییس پیترس اوستویس نن د هرات له والي مولانا نور احمد اسلام جار سره کتلي.
په دغه کتنه کې شیخ اسلام جار نوموړي ته ښه راغلاست ویلی او له اروپایي ټولنې څخه یې غوښتي چې د اقلیمي اغېزو د کمېدو, د کرنې او مالدارۍ د میکانیزه کولو, له نړیوالو بانکونو سره د افغانستان د بانکونو نښلولو او افغان سوداګرو ته د ویزو ورکولو په برخو کې مرستې وکړي.
اوستویس په دغه کتنه کې ویلي چې اروپایي ټولنه له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین او د هرات مرستیال والي مهاجر فراهي د اروپایي ټولنې پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د هغوی له همکاریو څخه مننه کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته