خبرونهورزش

پکتیکا کې د والیبال سیالۍ د (قمرالدینانو بي لوبډلې) په بریا پای ته ورسېدې 

کابل، د وري ۲۹ مه، باختر

د پکتیکا د بدني روزنې او سپورټ امریت مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په قمرالدینانو کلي کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د والیبال پیل شوې سیالۍ د قمرالدینانو بي  لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

د پکتیکا د بدني روزنې او سپورټ آمریت او د قمرالدینانو کلي د ځوانانو له لوري د شهید دلاور په لوبغالي کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې وې، چې د قمرالدینانو لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د چهاردهي لوبډلې او قمرالدینانو بي لوبډلې ترمنځ پیل شوې چې د قمرالدینانو بي لوبډلې ۱/۲ میدانونو په توپیرسره خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او لوبه یې وګټله.

د یادو سیالیو موخه د ځوانان لپاره د سالمې تفریح برابرول او ورزش ته د خلکو پام اړول بلل شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته