کابل باختر دسلواغې نهه ويشتمه :
په غزني ولايت کې دافغانستان دعالمانو دسراسري شورا دنمايندګي دفتر جوړ شو . ددغې شورا غړو نن په غزني ښار کې غونډه وکړه او داسلام مبين دين ته دخدمت په لاره کې يې خپل تيارى اعلام کړ .
ددغې شورا يوه غړي مولوي محمد نبي توکلي دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه شورا په هيڅ حکومتي ډلې پورې تړاو نه لري او دهيواد دګټو پرضد هر راز تخريبي فعاليتونه داسلامي شريعت پرخلاف دي .
ده زياته کړه څرنګه چې دافغانستان حکومت اسلامي حکومت دى او دعالمانو شورا په هيواد کې دسولې او ثبات په ټينګښت کې هڅه او هاند کوي .
دغه راز دوى دجوماتونو له منبرونو څخه بشري ضد او اسلامي ضد فعاليتونه غندي .
دغزني ولايت سرپرست موسي خان اکبر زاده ددغې شورا جوړول يوښه ګام وباله او دسولې او امنيت په تامينولوکې يې دعالمانو رول ګټور وباله .
دده دڅرګندونو له مخې، هر ديني عالم يو زيات شمير مقتديان لري او هغوى داسلام دسترپيغمبر حضرت محمد مصطفي (ص) وارثان بلل کيږي .
0 1 دقیقه لوستل