کابل، د وري ۱۴ مه، باختر
د پکتیکا د سپورټ آمریت مسوولینو په دغه ولایت د رمضان جام په نوم د والیبال دویم پړاو شپنیو سیالیو د پای ته رسېدو خبر ورکړی دی.
دغه سیالۍ د مرکز ښرنې په سرې کلا لوبغالي کې ۱۲ ورځې وړاندې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ ترسره شوې وې، چې په پای کې د شمشېردېګان لوبډلې مقابلې لوبډلې ته د ۳-۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ د سالمې تفرېح برابرول او ورزش ته هڅول ښودل شوي دي.
په پای د مسوولینو له لوري ګټونکو لوبغاړو ته چمتوشوې ډالۍ هم ورکړل شوې.