کابل، د لېندۍ ۱۵مه، باختر
د پکتیا په مزکز ګردېز کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې لخوا د ۱۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د مور او ماشوم هر اړخیزې روغتیا ساتنې په موخه یو مجهز روغتون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په دغه روغتیایي مرکز کې ټول کارکوونکي ښځینه دي، چې د مور او ماشوم هر اړخیزې روغتیا اړوند چارې ترسره کوي.
د افغانستان لپاره د ناروې کمیټې مسؤل تاریا واتر دال د باختر اژانس سره په خبرو کې وویل، چې د معلوماتو په بنسټ څو کاله وړاندې موږ ته څرګنده شوه، چې دلته د زیږون پر مهال د مور او ماشوم مړینه ډېره ده اړتیا ته په کتو او د پکتیا ولسونو په غوښتنه مو د اسانتیاوؤ په موخه دغه روغتیایي مرکز جوړ کړ او په هڅه کوو، چې ورته روغتیایي خدمات په نورو ولایتونو کې هم وړاندې کړو.
هغه زیاته کړه، چې د دغه روغتیایي مرکز په مټ به د مور او ماشوم مړینه کنټرول او کچه به یې کمه شي.
د یادولو وړ ده، چې دغه روغتون د ټول هېواد په کچه یوازینی روغتیایي مرکز دی، چې ټولې کړنې یې د ښځینه کارکوونکو پر مټ ترسره کېږي.