سیاست

دوزيرانوشورا نوبتي غونډه دحامدکرزي په مشرۍ جوړه شوه

کابل باختردتلې دمياشتې ١٧ :
دوزيرانو شورا نوبتي غونډه  نن له غرمې مخکې  دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررييس  حامدکرزي په مشرۍ د جمهوري  رياست دارګ دګلخانې په ماڼۍ کې  جوړه شوه.
دچارو داداري او دوزيرانو شورا ددارالانشا لوي رياست باختراژانس ته  خبر ورکړ.
په پيل کې دوزيرانو شورا له ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې دسياسي حالاتو  په باب او دا چې افغانستان له دغې نيټي وروسته به له بحران سره مخامخ شي او سياسي نظام به يې دړې وړې شي دبحران دنړيوالې ډلې دوروستۍ رپوټ په باب خبري وکړي  چې په ترتيب سره  دبهرنيو  چارو دوزير ډاکترزلمي اودافغانستان داسلامي جمهوريت دملي امنيت دسلاکار ډاکتر رنګين دادفرسپنتا له خوا مفصل توضيحات وړاندې شول.
دوى  دبحران دډلې  درپوټ اوپه کلي توګه دلويديځو رسنيو دمنفي تبليغاتوپه باب خبري وکړي او زياته يې کړه لويديځي رسني له شک پرته چې مسلکې ازادي او خپلواکې نه لري اوداستخباراتي شبکو په خدمتونو کې  دملتونو پرخلاف  دکمزورو وسايلو اورواني جګړي  په توګه  ورڅخه استفاده کېږي.
لکه څنګه چې پوهيږو دامريکا متحده ايالات ، دافغانستان له اسلامي جمهوريت  څخه غواړي چې له دغه هيواد سره په اوږدمهال امنيتي قرارداد لاسليک کړي . داپه داسې حال کې ده چې افغانستان په اصولو کې ددغه شان سند له لاسليک کولوسره موافقه لري خو دهغه لپاره خپل شرايط لري  اوپه هيڅ قيمت نه غواړي دخپلو ملي ګټو اودځمکني بشپړتيا له کرښو څخه انعطاف وکړي.
په همدي ملحوظ دامريکا متحده ايالاتو له خپلو مطبوعاتو څخه په استفادي سره خپله ټوله پاملرنه دامنيتي قرارداد دترلاسه کولو په خاطر ديوي روانې جګړي پيل کولو ته اړولې ده چې دبحران دډلې له خوا خپاره شوي رپوټونه اونظريې  له همدي لړي څخه اوپه بشپړه توګه  په هيواد کې دشتو واقعيتونو پرخلاف دي .
دوزيرانو شورا څرگنده کړه چې په دې وروستيو وختو کې ترسترګو کېږي  د لويديځو رسنيو زياتره رپوټونه په تيره بيا دبحران دډلې رپوټ  دخبررسولو هيڅ راز هدف نلري بلکې زياتره اوپه آګاهانه ډول دافغانستان دخلکو ترمنځ  دانديښنې او دبي باوري دپيداکولو په لټه کې دي .
له دې امله زموږ خلک بايد دټولنې په واقعيتونو  په پوهيدو سره په دغه شان  تبلغياتو ونه غوليږي اوبايد په دې پوه شي چې له نيکه مرغه ٢٠١٤ کال ، هغه کال دي  چې افغانستان دسراسري امنيت اوددولت مسووليت په غاړه اخلي  اودجمهوري رياست دانتخاباتو دترسره کولو په لور پرمخ ځي .ټول په دې پوهيږي په هغو ولايتونو کې چې دمسووليت ليږدونه ترسره شوې ده امنيتي حالاتو ديادونې وړ ښه والې پيداکړي دي  او  افغانستان په بشپړي ځواکمني سره دمرکزونو دټينګښت او دامنيت دتامينولو په لور ګام اخلي دا هغه څه دي چې دامريکا متحده ايالات  او نور لويديځ هيوادونه يې هم غواړي .  نو دوي دې ته اړتيانلري چې دامنيتي قرارداد دترلاسه کولو په خاطر  په موږ باندې له بيلابيلو لارو زور واچوي بلکې  پرځاى يې لازمه ده چې   دروا دولتي او افغاني بهيرونو دبشپړولواوبډاينې لپاره له موږ سره مرسته وکړي .
له اجنداسره سم د ١٣٩١ کال دزمري دمياشتي دپنځمي نيټي د ٤٥ ګڼه فرمان  دتحقق څرنګوالې  دچارو داداري  او دوزيرانو شورا ددارالانشا دلوى رياست له  خوا غونډې ته طرحه شو.
په پيل کې ده  دپروان ، پنجشير ، هرات ، بلخ ، سرپل ، لوګر ، پکتيا ، جوزجان ، فارياب ،بغلان ، ميدان وردګو ، دايکندي ،بدخشان ، غور ،کندز او دکاپيسا ولايتونو ته  دکابينې دپنځلسو تنو وزيرانو اودسيمه ييزو ارګانونو دخپلواکې اداري او د ژوندانه دچاپيريال ساتنې دملي اداري درييسانو اوپه ساختماني ، تخنيکې ، کانونو ، انرژي او اوبو په چارو کې دجمهوررييس دسلاکار دکاري سفر په باب غونډې ته معلومات وړاندې کړل اودفرمان دکار دپرمختګ په اړوند چې موده يې  درې مياشتي ټاکل شوې وه وويل  په دې برخه کې   وزارتونو ديادونې وړ پرمختګونه کړي دي  چې وروستۍ نتيجه يې  له دريو مياشتو وروسته  چې دروان کال دلړم دمياشتې له پنځمې نيټې سره سمون خوري بشپړه او غونډې ته وړاندې کېږي .
وروسته دوزيرانو شورا دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررييس د ١٣٩١ کال دزمري دمياشتي دپنځمي نيټې  د ٤٥ ګڼه فرمان په پام کې نيولو سره دعامې روغتيا وزارت موظف کړ  چې  دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو ، د درملنې او ددرملو دکېفيت ، په دولتي او خصوصي روغتونونو کې  له ناروغانوسره دروغتونونو دمسوولينو د چلند اودنظافت دڅرنګوالې او په خصوصي روغتونونو کې دفيس د ورکولو  څرنګوالې په جدي توګه وڅاري او دنتيجې په باب دې دوزيرانو شورا راتلوونکو غونډو ته رپوټ وړاندې کړي.
وروسته دعامې روغتيا وزيرې په باميانو ولايت کې دامام خميني  ديوسلو شل بستريز روغتون د سمبالولو او مديريت په باب دافغانستان داسلامي جمهوريت او دايران داسلامي جمهوريت  ترمنځ دهمکاري دتفاهم ليک مسوده غونډې ته طرحه  کړه .
دوزيرانو شورا ددغې شورا  د ١٣٩٠ کال  د ٣٧ ګڼه مصوبي له پريکړي سره سم وپتيله چې دروغتون مديريت دې دافغانستان دحکومت له  خوا اودروغتيايي مسلکې خدمتونو وړاندې کول دافغانستان له قوانينو اوپاليسو سره سم  دافغاني او ايراني متخصيصينو او ډاکترانوله خوا ترسره شي .
دغه راز دعامې  روغتيا وزارت ته دنده وسپارل شوه  چې په دې روغتون کې  دموظفو ډاکترانو داستخدام په  وخت کې دې هلې ځلې وشي  چې کادرونه  دهيواد له ټولو ولايتونو څخه په کار وګومارل شي .
د  غونډې دکار په دوام دلوړو زده کړو وزير په افغانستان کې دښوونيز ، تحصيلي ،فني اوحرفوي  زده کړو اودکار موندلو دنظام داصلاح لپاره دملي بلنې  دپريکړه ليک په اړوند غونډې ته مفصل معلومات وړاندې کړل.
دوزيرانو شورا  له هراړخيزو خبرو وروسته  له دغه پريکړه ليک څخه دکانکور په ازموينه کې دشموليت په لاره کې  دښوونځيو ددولسمو ټولګيو دفارغانو ددرې کلنو نمرو په سلو کې دڅه ناڅه ٦٥ نمرو دبشپړولو دمعيار حذف تصويب کړ  اودلوړو زده کړو ، پوهنې اودشهيدانو ، معلولينو  کار اوټولنيزو چارو وزارتونه او نور اړونده ارګانونه يې  دهغه په تطبيق موظف کړل .
داجنداپه بله برخه کې دماليې وزير  د ١٣٩٢ مالي کال لپاره  دملي بودجي سقف  غونډې ته طرحه کړ  چې له هر اړخيزو خبرو وروسته  په  ١٣٩٢ کال کې  دعادي بودجي له پلوه په ځان دډډي لګولو په باب ددغې شورا د ١٣٨٧ کال دپريکړي په پام کې نيولوسره ، دماليې وزارت  موظف کړي شو چې هغه غير ضروري او تجملي موارد چې په دولتي ادارو کې دلګښتونو دزياتوالې سبب کېږي ، مشخص کړي  اود ١٣٩٢ کال لپاره دملي بودجې له سقف سره جوخت دي  دوزيرانو شورا راتلوونکې غونډي ته وړاندې کړي چې دعادي بودجي په لګښتونو کې لازم  محدوديتونه وضع شي .
وروسته دماليې وزير  دسيمه ييزو ار ګانونو دخپلواکې اداري  دروان کال په عادي بودجه کې ددونرونو دنوي ژمنې  د ٥٤٧١  مليونو افغانيو زياتوالې غونډې ته وړاندې کړ چې  دتائيد وړ وگرځيد.
ورپسې داداري اصلاحاتو اودملکې خدمتونو دخپلواک  کميسيون رييس دملکې خدمتونو دکانکور دميکانيزم په اړوند غونډې ته مفصل معلومات وړاندې  کړل .
دوزيرانوشورا ددغه رپوټ له اوريدو وروسته پريکړه وکړه چې له  ١٣٨٨ کال را په دې  خوا  فارغانو څخه دکانکور دازموينې داخيستلو قيد دې په دي ميکانيزم کې حذف اوپرځاى دي دعمر قيد شامل کړي. دغه راز دنظارتي غړو په ترکېب  ، دسياسيونو دنفوذ په عملي کولو اودکميسيون داستقلال په ساتنې باندې  په دې طرحه کې  دغونډې له يادونې سره سم بيا کتنه وکړي  اوتصحيح شوي طرحه دې دوزيرانو شورا راتلوونکو غونډو ته وړاندې کړي.
وروسته  دمخابراتو اومعلوماتي تکنالوجي  وزير او ددغه وزارت تخنيکې غړو دالکترونيکې تذ کري دنمونې په اړوند چې دافغانانو دملي هويت پربنسټ طرحه اوډيزاين شوې وه  غونډې ته مصور معلومات وړاندې  کړل
دوزيرانوشورا  دتابيعت دالکترونيکې تذکري ډيزاين چې په هغه کې  زموږ دګران هيواد افغانستان تاريخي ، فرهنګي ، کلتوري ، توليدي  اودجعرافيايي حالت معلومات په ښکلو طبيعي رنګونوسره  ډيزاين شوي دي وستايه  او تائيد يې کړ او دمخابراتو اومعلوماتي تکنالوجي اودکورنيو چارو  وزارتونه يې موظف کړل  چې دغه طرحه دې دغونډي له يادونې سره سمه تصحيح اوبشپړه کړي .
دوزيرانوشورا داسلامي فرهنګ دپايتخت اودسولې او دوستي ښار په توګه دغزني ښار دپرانستلو دغونډي په باب چې  دروان  هجري لمريز کال دمرغومي دمياشتي له اوولسمي نيټي  اود ٢٠١٣  ميلادي کال  دجنوري دمياشتي له شپږمې نيټي سره سمون خوري  داطلاعاتو اوفرهنګ د وزير او دغزني ښار د کميسيون   وړانديز تائيد او داطلاعاتو اوفرهنګ او دبهرنيو چارو وزارتونه يې موظف کړل  چې په غزني ښارکې دي دپرانستوونکې غونډې لپاره لازم ترتيبات ونيسي .
دغونډې په پاى کې دبهرنيو چارو وزير دهغو محصلانو دمدد معاش په باب چې  په تاجکستان جمهوريت کې  په زده کړه بوخت دي ، غونډې ته معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه  ددغو محصلانو ليست په دي وروستيو وختو کې بشپړشوي اومدد معاش يې  په نږدي راتلوونکې کې ليږدول کېږي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته