کابل، د لړم ۲۴ مه، باختر
د پکتیا سیندیزې او فرعي حوزې مسوولین وايي چې د دغه ولایت په سیدکرم ولسوالۍ کې د (درک سربند او کانال) د رغولو چارې بشپړې شوې دي.
د پکتیا د سیندیزې او فرعي حوزې رئیس مولوي محمد کریم فاتح د باختر آژآنس سیمه ییز خبریال ته وویل چې په د دغه ولایت په سیدکرم ولسوالۍ کې د ټېلو موسسې په مالي ملاتړ د ۱۱۹ زره ۷۴۰ امریکايي ډالرو په لګښت د (درک سربند او کانال) د رغولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
هغه زیاته کړه چې له دغه سربند او کانال څخه له ۳ لويو او ۱۱ کوچنيو کليو څخه ۱۲۰۰ کورنۍ ګټه پورته کوي او ۵۴۲۰ جریبه کرنیزې ځمکې خړوبېږي.
د پکتیا مرستیال والي شیخ انعام الله صلاح الدین د دغې پروژې ارزښت په اړه ویلي، چې دا سربند او کانال د اوبو تنظیم او کرنې په برخه کې د ولسونو اړتیاوو لپاره مهمه او ګټوره عملي شوې پروژه ده.
ورته مهال د سیمې ځايي خلک د یادې پروژې پلي کېدوته خوښي وښوده او د نورو ورته پروژو د پلي کېدو غوښتنه وکړه.