اقتصاد

ملي سوداګر دوزيرانو شورا له وروستي پريکړې سرتکوي

کابل باختر دکب لسمه
دسوداګرۍ او صنايعو دخونو مرستيال وايي چې دښارواليو دخدمتونو دمسوول دبيا اخستلو په باب دوزيرانو شوراوروستۍ پريکړه دملي سوداګرو دمنلو وړنه ده .
دوزيرانو شورا دروان کال دکب دمياشتې په اوومه نيټه ددوشنبې دورځې په غونډه کې پريکړه وکړه چې دهيواد دمرکز او ولايتونو په دروازو کې دې دښارواليو د خدمتونو محصول بيا واخستل شي .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، دافغانستان دسوداګرۍ او صنايعو دخو نو لومړي مرستيال خان جان الکوزي چې نن يې په يوه خبري غونډه کې خبرې کولې وويل چې دښارواليو دخدمتونو دمحصول دبيا اخستلو په باب  دوزيرانو شورا وروستۍ  پريکړه دهيواد دملي سوداګرو دمنلو وړنه ده .
ده زياته کړه ،څومياشتې مخکې  په دې باب چې ددغه شان پيسو اخستل دمالي فساد اصلي سرچينه ده او دغه راز دبيو دلوړوالې ، دسوداګرو د نه علاقمندي ، ګټې اخستونکو اشخاصو ته دزمينې دبرابرولو او دغه راز ددولت دعوايدو دکمښت سبب کيږي، دافغانستان دسوداګرۍ او صنايعو دخونو دبيا بيا شکايت له مخې په  پاى کې اقتصادي عالي شورا په خپلې لومړي غونډه کې چې د ١٣٩٠ کال دلړم دمياشتې په دريمه نيټه جوړه شوه پريکړه وکړه چې له دې وروسته دى دښارواليو دخدمتونو محصول په ګمرګاتو کې دوارداتي  مالونو په محصول کې په سلوکې صفر اعشاريه پنځه ويشت ورزيات شي او ترلاسه شي او د ښارواليو حساب ته دې  وليږدول  شي .
دهيواددخصوصي سکتور ټولنه ژمنه ده هغه ټوله ماليه اومحصول چې سوداګر يې حکومت ته ورکوي بايد ددولت دوارداتوپه حساب شامل شي چې هم ددولت دعوايدو دزياتوالي او دغه راز په هيواد کې دمالي فساد دکمښت سبب شي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته