کابل / د وري ۲۷ مه / باختر
د کندهار امنیتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې ۹ تنه د جنايي جرمونو په تور نیولي دي.
دغه کسان په تېرو ۲۴ ساعتو کې د دغه ولایت له ښار او یو شمېر ولسواليو څخه د امنیتي ځواکونو د عملیاتو او د موټرو د پلټنې په بهیرکې نیول شوي دي.
د کندهار یوې امنیتي سرچېنې باخترآژانس ته وویل چې نیول شویو کسانو په غلا، شوکمارۍ، وژنې او د نشه يي توکو په قاچاقو تورن دي.
نیول شویو کسانو د پولیسو په لومړنیو تحقیقاتو کې په خپل جرم اعتراف کړی دی.
ع