کابل – باختر دتلې دمياشتې ٢٧
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر وايي چې د ملي اردو د څو تصفيوي عملياتو په بهير کې يوه اندازه وسلې ، مهمات او ١٥٠ کيلوګرامه زهري توکې ترلاسه شوى دي .
دباختر آژانس دخبرله مخې : ددغه دفتر په مطبوعاتي خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه ويل شوي دي چې وسله والو مخالفينو ته د سرزيان اوښتى دى او په پکتيکا کې يو دوکاندار له يو سلو پنځوسو کيلوګرامو زهري توکو سره ونيول شو.
دملي اردو د ځانګړې قطعې منسوبينو دلوګر ولايت په مرکز او مربوطاتو کې د سولې ادارې د ټينګښت په مقصد تصفيوي عمليات ترسره کړل چې په بهيرکې يوه اندازه جنګي وسايل او چاوديدونکې توکې ترلاسه شول.
دميدان وردګو ولايت دسيد آباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دغو ځواکونو په عملياتو کې يوه اندازه پوځي تجهيزات او چاوديدونکې توکې ترلاسه شول . دپکتيکاولايت دبرملې ولسوالۍ په مربوطاتوکې دملي اردودمنسوبينودتصفيوي عملياتو په بهير کې ددغې ولسوالۍ د شومت خيلو دکلي داوسيدونکې محمد يوسف له دوکان څخه يو سلو پنځوس کيلوګرامه زهرى توکې ترلاسه شول .
د يوبل خبرله مخې : دميدان وردګو ولايت دنرخ ولسوالۍ او د نيمروز ولايت د دلارام د ولسوالۍ په مربوطاتو کې دماينونو دچاودنو له امله دملي اردو څلورتنه منسوبين ټپيان شوي دي.
0 1 دقیقه لوستل