خبرونهښوونه او روزنه

په کندز کې د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړېږي

کابل، د وري ۱۲مه، باختر
د کندز د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز کې د یوه خیریه بنسټ له لوري د یوه ښونځي د ودانۍ د جوړولو چارې پیل شوي.
د دغه ولایت د پوهنې رئیس مولوي محمد اسماعيل ابو احمد د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د محمد قیس ارغنديوال خیریه بنسټ لخوا د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د دغه ولايت مرکز اړوند څینزیو کلي لومړني ښوونځي ته د ودانۍ د جوړولو چارې پیل شوي چې ۶ ټولګي او نو محلقات به ولري.
ابو احمد همدغه ‌راز زیاته کړه، چې د کندز په کچه ۲۴۰ ښوونځي شتون لري چې له ډلې یې ۱۶۰ ښوونځي ودانۍ او احاطوي دېوالونو ته اړتيا لري, له نېکه مرغه په ۱۴۰۲ کال کې ۶۵ ښونځي د دولت او مرستندويه موسسو په مالي لګښت بیا رغول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته