کابل / د سلواغی / ۲۴ / باختر
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین ډاکترلطف الله خیرخواه په مشرۍ نن د دغه وزارت د علمي معینیت د شورا غونډه جوړه شوه.
د باخترآژانس د خبرله مخې، په دې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د هېواد په مرکزي ادارو او د لوړو زده کړو په بنسټونو کې د قوانینو پر تطبیق او څارنه ټینګار وکړ او د مرکزي ادارو له مسوولینوڅخه یې وغوښتل چې خپلې ټولې چارې د تقنیني سندونو په رڼا کې تنظیم کړي او خلکو لپاره د ښه خدمتت جوګه شي.
دغه راز په دې غونډه کې د هېواد د تحصیلي بنسټونو استادانو او محصلینو پرستونزو هم خبرې اترې وشوې او په اړوند یې لازم تصمیمونه ونیول شول.
ع