خبرونهفرهنګټولنهښوونه او روزنهټکنالوژي

په کندز کې د «فریلانسېنګ تخصصي پروګرام» پرانیستل شو

کابل، د مرغومې ۱۴مه، باختر
نن په کندز ولايت کې د شمال ختیځ زون په کچه د فریلانسېنګ تخصصي پروګرام «آنلاین کار او سوداګرۍ» پروګرام د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین قاري محمد یونس راشد له خوا پرانیستل شو.
د کندز د اطلاعاتو او کلتور رييس مطیع‌الله روحاني باختر آژانس ته وویل چې درې میاشتې وړاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینیت لخوا د «فریلانسېنګ تخصصي پروګرام» کې د کندز زون څخه ۶ تنه ځوانان پلازمېنه کابل کې د یاد پروګرام له زده کړې وروسته فارغ او له دې وروسته به د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره په همغږۍ په یاده برخه کې د دغو ۶ تنو استادانو لخوا په‌دې ولايت کې نور ځوانان وروزل شي.
د یادونې وړ ده چې د فريلانسېنګ (آنلاین کار او سوداګري) لومړنی درې میاشتنی تخصصي پروګرام د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینیت له خوا د ځوانانو د اقتصادي پرمختګ په موخه ترسره شو چې په کې د هېواد اوو ولایتونو لپاره ۴۲ مسلکي استادان د «آنلاین سوداګرۍ» په مهمو برخو کې روزل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته