خبرونهورزش

په کندز کې د رمضان جام د کرکټ سیالۍ د افغان زلمي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

کابل، د وري ٢٦مه، باختر
په کندز کې د رمضان جام د کرکټ سیالۍ چې د روژې میاشتې په لومړیو کې پيل شوې وې د افغان زلمي لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش مسوولینو د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې په دغو سیالیو کې ٤٠ لوبډلو برخه اخیستې وه چې شاوخوا یوه مياشت یې دوام وکړ او په پایلوبه کې دافغان زلمي کرکټ لوبډله وتوانېده چې د شینواري لوبډلې له لوري ورکول شوی د ۸۶ منډو هدف په اتم اور کې پوره کړي او د دې جام اتلولي په خپل نوم کړي.
هېره دې نه وي چې د یاد ټورنمنټ غوره لوبغاړی نورالله بلوچ غوره توپوهونکی محمد رضا بلوچ او غوره بالر قاري نعمت الله د مسوولینو له لوري ونازول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته