ټولنه

دعلومو دپيدايښت او پراختيا کې د امام صادق ( ع ) درول سيمينار جوړ شو

کابل باختر  دچنګاښ ٢٦
دعلومو په پيدايښت  او پراختيا کې  دامام صادق ( ع )  درول تر عنوان لاندې سيمينار  نن  دهېواد  دجيدو عالمانو په ګډون  په کابل کې جوړ شو .
په دې سيمينار کې  چې يوزيات شمير جيدو ، سني او شيعه عالمانو ګډون کړي و ،  دامام جعفر صادق  ( ع ) او دامام ابو حنيفه دژوندانه ، اثارو او کارنامو دبيلابيلو  اړخونوپه باب غور او څيړنه وشوه .
  دباختراژانس  دخبريال دخبرله مخې،  ددغه سيمنيار وينا والو  دبيلابيلو علومو په پيدايښت اوپراختيا کې دامام صادق  ( ع )  رول ارزښتناک وباله او هغه يې  داسلامي مذهبونو  ترمنځ  ارتباطي پل وباله .
  دبلخ  دشهيد توانا  دبنسټ رييس  مولوي توانا امام صادق ( ع ) دباطل په وړاندې د حق  ډيره ښه الګو وبلله  اوزياته يې کړه چې  دى  درسول  اکرم ( ص )  داهل بيت  له جملې  څخه دى چې دعالمانو ترمنځ يې  نه شليدونکې اړيکې لرلې . او له امام ابو حنيفه  ( رح )  سره  دهغه ارتباط يې  داسلام  دهغو دښمنانو  دتوطيې په وړاندې  ډيره ښه بيلګه  ده  چې  داسلامي مذهبونو ترمنځ نفاق ته  لمن وهي .
په دې سيمينار کې  د درنو ديني عالمانو په ګډون سربيره  داطلاعاتو اوفرهنګ  وزارت  معينانو پوهنيارې  سيدې مژګان مصطفوي او فاضل سانچارکي  هم برخه لرله .
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دخپرونو دچارو معين فاضل سانچارکي  ددغه سيمينار  بل وينا وال و ، چې  بنسټپالنه يې داسلام دناسم  معرفي کولو زيږنده  وبلله . او ويې ويل  چې  دغه مفکورې دټولنې  دځينو افرادو په ذهن کې رسوخ کړى دى .
ده زياته کړه   چې دا دعالمانو دنده ده چې خلکو ته  په دې لاره کې  سمه لارښوونه وکړي . 
  سانچارکي دغه راز وويل تر هغه وخته پورې چې  ديني باورونه  له خرافاتو څخه  پاک نه شي  په ټولنه کې  علمي او فرهنګي  بدلونونه  نه رامنځته کيږي
په دې سيمينار کې  ديني عالم  واعظ زاده  بهسودي ، دپوهنتون استاد عبدالقادر کمالي او يوزيات شمير  سني او شيعه عالمانو دموضوع په باب  خبرې وکړې .او دعلمي اوفرهنګي  مباني دپياورتيا او د ديني مشرانو او داسلامي  مذهبونو  دپيشوايانو  له افکارو سره  دلازياتې بلدتيا  په اړتيا  باندې ټينګاروشو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته