خبرونهاقتصادTOPټولنه

په کندز، کاپیسا، لوګر او هلمند کې سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي

کابل، د وري ۲۷ مه، باختر

د کندز، کاپیسا، لوګر او هلمند ځايي چارواکو په یادو ولایتونو کې د سېلابونو له امله خلکو ته د ځاني او مالي زیانونو د اوښتو خبر ورکړی دی.

د کندز د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس مولوي شفیق الله جواد باختر آژانس ته وویل، چې په دغه ولایت کې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

په ورته وخت کې د کاپیسا له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست د څارنې او ارزونې مدیر محمد حنیف وايي، چې د دغه ولایت د شپږو ولسوالیو په مرکز کې د سېلابونو له امله ۸۵ هستوګنیز کورونه او ۲۰۰ جریبه ځمکې ویجاړ شوي او خلکو ته هم مالي زیانونه اوښتي دي.

په همدې حال کې د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر حمیدالله صدیقي ویلي، چې د دغه ولایت په خروار ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله د یوې ښځې د وژل کېدو ترڅنګ یو ماشوم هم ټپي شوی دی او د یاد ولایت په ازرې ولسوالۍ کې هم د سېلابونو له امله ۵۰ کورونه، بڼونه، پلګوټي او ۱۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې ویجاړ او ۵۴ پسونه او وزې له منځه تللي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رییس حافظ عبدالباري راشد هم ویلي چې د یاد ولایت په باغران، باباجي، موسي قلعه، ناوې، مارجې، سنګین، ناومېش او کجکي ولسوالیو کې د اورښتونو له امله یو شمېر خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي او هغه کورنۍ  چې د اوبو په منځ کې بند پاتې وې د امنیتي مسوولینو له لوري ژغورل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته