امنیت

طالبانو ته په فارياب کې دسرزيان اوښتى دى .

-کابل / دثور ٢٧مه /باختر :
پنځه تنه وسله وال طالبان  تېره شپه په فارياب کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند باختراژانس ته وويل چې دوسله والو طالبانو  دوه تنه سرګروپان په روح الله مشهور ملا محمد اوابوبکر له خپلو دريو تنوافرادو سره دفارياب  دکوهستان ولسوالۍ  دملا عارف  په کلي کې  له پوځيانو سره  په جګړه کې ووژل شول
خبرځاى زياته کړه ېه دې جګړه کې څلور نور وسله وال طالبان ټپيان شول .
او دهغوى دوه وسلې او دوه موټرسايکلونه دپوځيانولاس ته ورغلي دي .
ويل کېږي  په دې جګړه کې  دوه تنه پوليسان هم شهيدان شوي دي .
ختم _ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته