خبرونهټولنهTOPروغتیا

په کابل کې ۲۰ ټنه تاریخ تېر او بې‌ کيفيته بېلابېل خوراکي توکي له منځه یوړل شول

کابل، د وري ۱۸مه، باختر

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې، نن په کابل ښار کې ۲۰ ټنه تاریخ تېره او بې ‌کيفيته بېلابېل خوراکي توکي له منځه یوړل.

د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې، د خوړو د خوندیتوب عمومي رئیس ډاکټر نعیم الله ایوبي رسنیو ته وویل چې دغه اداره توانېدلې په ۱۴۰۱ مالي کال کې شاوخوا ۱۶۰۰ ټنه او په ۱۴۰۲ مالي کال کې څه باندې ۸۰۰ ټنه تېر تاریخ، بې‌کیفیته او غیر معیاري خوراکي توکي او درمل د هېواد له مرکز او ولایتونو څخه راټول او له منځه یوسي.

ایوبي همدا رنګه، د یادې ادارې د کړو وړو او فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې، د روان (۱۴۰۳) مالي که له پیل څخه تر اوسه پورې، شاوخوا ۵۴ ټنه بېلابېل خوراکي توکي د هېواد له مرکز او ولایتونو څخه راټول کړي، چې نور یې مخکې هدر شوي او ۲۰ ټنه یې چې د کابل ښار له بېلابېلو ناحیو څخه راټول کړای شوي دي؛ نن له منځه وړل کېږي.

هغه له هېوادوالو څخه وغوښتل چې په بازارونو کې د تېر تاریخ، بې‌کیفتیه او غیر معیاري توکو او درملو په لیدو سره، د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې اړوندو څانګو مسئولینو ته خبر ورکړي؛ ترڅو د یادې ادارې د مسلکي ټیمونو له لوري مشکوک خوراکي توکي او درمل وارزول شي.

د خوړو د خوندیتوب عمومي رئیس دغه راز له سوداګرو، تولیدي فابریکو او د وارداتي شرکتونو اتحایې له مسئولینو څخه وغوښتل چې هېواد ته با کیفیته درمل او خواړه وارد کړي او د خپلې ټولنې د روغتیا په پام کې نیولو سره؛ هغه درمل او خواړه دې وارد نه کړي چې ژوند یې له شپږو میاشتو څخه کم وي.

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې د مسئولینو د معلوماتو له مخې؛ په هېواد کې د اشغالګرو شتون او د هغوی له خوا د کیمیاوي وسلو او توکو کارول، په تېره اداره کې خوړو او درملو ته نه پاملرنه او د مافیايي کړیو واکمني هغه عوامل دي چې په هېواد کې غذايي خوندیتوب یې له ننګونې سره مخ کړی دی؛ خو اسلامي امارت په ځانګړې توګه د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې ته د هېوادوالو روغتیا او غذايي مصئونیت ډېره ارزښتناکه موضوع ده او په دې لاره کې به هڅې وکړي، ترڅو په نږدې کلونو کې هېوادوال وکولای شي خوندي خواړه او درملو ته لاسرسی پیدا کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې ادارې مسئولینو په میلیونو ډالرو سره، و نه توانېدل چې د افغانستان د خوړو او درملو ملي اداره فعاله کړي او په دې برخه کې ډېرې نیمګړتیاوې هم موجودې وې؛ خو د افغانستان اسلامي امارت په راتګ او د مشرانو په هڅو سره؛ اوسمهال دغه اداره د هېواد په ټولو ولایتونو کې مستقلې ادارې لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته