ټولنه

تبصره

کابل باختر دچنګاښ څلورمه :
پرون دچنګاښ دمياشتې دريمه  له کوڼدو ښځو سره دملاتړ له نړيوالې ورځې سره برابره وه او دغه ورځ کيداى شي  دافغانستان خلکو او دولتي چارواکو ته يو فرصت وي چې په هېواد کې دښځو ستونزې لازياتې وڅيړلې شي او دهغوى په لوردمرستې  اوملاتړ لاس اوږد شي .
دباختراژانس  مبصر ليکي .
پرون دچنګاښ دمياشتې دريمه  له کونډو ښځو سره دملاتړدنړيوالې ورځې سره برابره وه دغه ورځ په افغانستان کې په داسې هېواد کې چې څه دپاسه دوه مليونه تنه کونډې او بې سرپرستې ښځې پکې ژوند کوي اوزياتره يې دخپلو بې وزلو کورنيو ډوډۍ راوړونکي دي زيات ارزښت لري .
په دغه هېواد کې دجګړې ، تاوتريخوالي اودتروريستي پيښو ددوام په دليل  يو  زيات شمير ښځې بې سرپرسته  اوکونډې  شوې دي چې جدي ستونزې تيروي  او ډير کم دمرستې او مهربانې لاس ورته اوږديږي . په افغانستان کې  زياته برخه کونډې ښځې داقتصادي بې وزلې له امله ځوريږي او دخپلو کورنيو اوبچيانو دسرپرستي توان نه لري .
په روغتيايي خدمتونو نه برلاسى  ، له زده کړې  څخه بې برخې  والى او دبشري ژوندانه نور شاخصونه ددې سبب شوي دي چې هغوى له هميشنۍ  انديښنې اوکړاو سره  مخامخې  وې له بلې خوا  دودونه اوباورونه او دښځو او په تيره بيا په افغاني ټولنه  کې دښځو په تيره بيا دکونډو ښځو په نسبت توپيري چلند او نظر ددې سبب شوي  دي  چې هغوى لازياتې  ستونزې وګالي .
دکونډو ښځو او يتيمانو دجايدادونو غصب ،  جبرې ودونو ته اړ ايستل  کورني تاوتريخوالى، له مور څخه دبچي جلا کول ، په ټولنه کې دکار  مخنيوى او دميراث  دحقوقو  څخه بې برخې  کول ، هغه ستونزې  دي چې په افغانستان کې کونډې ښځې ورسره مخامخې دي په دغو خبرو کې دکونډو ښځو کړاونه نه خلاصه کيږي .
دبچيانو مبهم راتلوونکى هغه جدي کړاو دى چې په افغانستان کې دکونډو ښځو روح او روان ته زيان رسوي .
  دکونډو ښځو دملاتړ نړيواله ورځ  کولاى شي يوه  له مفهومه   ډکه ورځ او تاريخ وي  او دټولنې ترمنځ دا ذهنيت پياوړى کړي چې ټول دکونډو ښځو او دهغوى دبچيانو دملاتړ په لور يو موټي  شي  او دهغوي  دبچيانو دراتلوونکي لپاره يو ښه راتلوونکى رامنځته کړي .
دکار او ټولنيزو چارو او دښځو دچارو دوزارتونو اودافغاني سرې مياشتې په ګدون اړونده بنسټونه دې بايد په تشريفاتي  ډول ددغې ورځې دنمانځنې   پرځاى دتطبيق  وړ پروګرامونو دبرابرولو په  فکر کې واوسي چې دهغو په  چوکاټ کې له کونډو ښځو سره زيات ملاتړ وشي او له اقتصادي  پلوه په خپلو پښو دکونډو ښځو د دريدو په لاره کې مرسته وکړي چې هغوى له اوسنيو ستونزو څخه ديوه څرګند راتلوونکي په لور ګام واخلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته