خبرونهټولنه

په کابل کې پر اړمنو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول

 کابل/ د کب ٨مه / باختر

د ملک سلمان خیریه بنسټ په مالي ملاتړ په کابل کې افغاني سرې مياشتې پر ٣۰۰ اړمنو کورنيو خوراکي توکي ووېشل.

د سرې مياشتې مرستيال ملا نورالدين ترابي باختر آژانس ته وویل چې په مرسته کې پر هرې کورنۍ اوړه، وریجې، غوړي، لوبیا، نخود او بوره ووېشل شول.

هغه له یاد بنسټ غوښتنه وکړه چې له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته