غزنى باختر دوږي دمياشتې ٢٣ نيټه :
د غزني ولايت د جغتو ولسوالۍ امنيه قوماندان نن سهار شهيد کړاى شو.
د غزني د والي وياند عارف نوري د باختر آژانس خبريال ته وويل: د جغتو ولسوالۍ امنيه قوماندان هغه وخت شهيد کړاى شو چې خپلې دندې ته روان و او د دغې ولسوالۍ د ګل بهاري په سيمه کې د ده د سپرلۍ موټر په ښخ کړاى شوې ماين وخوت .
د يادونې وړ ده چې د همدې مياشتې په بهيرکې د جغتو ولسوالۍ پخوانى امنيه قوماندان هم په ورته پيښه کې شهيد کړاى شو.
0 د یوې دقیقې څخه لږ