سیاستخبرونهTOP

په کابل کې د یوناما د بشري چارو مرستیال له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو په اړه د خبرو لپاره هغه هېواد ته سفر کوي

کابل، د وري ۸مه، باختر

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبد الکبير پرون په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د یوناما د بشري چارو له مرستیال او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري او پراختیايي ټولنې له مشر اندریکا راتوت او مل پلاوي سره وکتل.

اندریکا راتوت په دغه کتنه کې له مرستندویه ادارو سره د اسلامي امارت همکاري، میلیونونو افغانانو ته د مرستو رسولو په برخه کې ارزښتناکه وبلله او له دې امله یې مننه وکړه. 

نوموړي وویل چې تېر کال د هرات له زلزله ځپليو او له پاکستان څخه د را اېستل شویو افغانانو سره د ملګرو ملتونو مرستې مهمې وې.

اندريکا راتوت زیاته کړه، چې په افغانستان کې د بشري مرستو رسولو په موخه له مرستندویو هېوادونو څخه د ۳ میلیارده ډالرو د غوښتنې تر څنګ پلان لري د ظرفیت لوړولو په برخه کې هم ترې ۲ میلیارده ډالر وغواړي.

نوموړي له پاکستان څخه د افغان کډوالو د دویمې لړۍ پیلېدو ته اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې په پاکستان کې مېشتو افغانانو ته باید خپلو مېنو ته د تګ لپاره کافي وخت ورکړل شي او په زور اېستلو ته اړ نشي.

هغه د کډوالو په اړه د کابل او اسلام آباد ترمنځ په خبرو اترو د ټینګار تر څنګ وویل چې نوموړی به په نږدې راتلونکي کې پاکستان ته سفر وکړي او د یاد هېواد له چارواکو سره به د افغان کډوالو په اړه خبرې وکړي.

سرچینې همدارنګه د کډوالو سره د پاکستان د حکومت چلند ناسم او د بشري مرستو پروړاندې خنډ یاد کړ.

نوموړي د کاسا زر سیمه ییزې پروژې د پيل په برخه کې هم د اسلامي امارت هڅې وستایلې او زیاته یې کړه، چې په افغانستان کې له پانګونې څخه ملاتړ کوي؛ دغه راز د اقتصادي ودې په موخه له افغان او نړیوالو اړخونو سره خبرې کوي، څو په افغانستان کې بانکي خنډونه لرې شي.

په ورته وخت کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په دغه کتنه کې وویل چې د پرلپسې وچکالۍ او  اسلامي امارت ته د فقر او لوږې په میراث پاتې کېدو له امله افغانان بشري، پراختیايي او د ظرفیت لوړولو په برخه کې مرستو ته اړتیا لري.

 د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال څرګنده کړه، په اوسنیو شرایطو کې له پاکستان څخه د افغانانو ايستل، د مرستې رسولو پروسه او بشري حالت زیانمن کړي او ټینګار یې وکړ، چې باید له کډوالو څخه سیاسي ګټه وانه خیستل شي. 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې د اسیا پراختیایي بانک او نورو بنسټونو وغوښتل چې په افغانستان کې دې خپلې نېمګړې پروژې بشپړې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته