فرهنګ

په بدخشان کې د حریم زن راډیو بیا په خپرونو پیل وکړ

کابل / سلواغې ۱۰مه /باختر
په بدخشان کې د حریم زن راډیو له څه ناڅه ۵ میاشتو ځنډ وروسته بیا په خپرونو پيل وکړ.
د ښځو او نجونو دغه ځانګړې راډیو تفریحي، روزنېز او اسلامي پروګرامونه خپروي او په ټول بدخشان کې اورېدل کېږي.
د حریم زن راډیو مسوول مدیرې رقیبې حمیدي باخترآژانس ته وویل چې د دغې رسنۍ خپرونې ۵ میاشتې مخکې د اقتصادي ستونزو له امله بندې شوې وې.
هغې وویل ښځو او نجونو ته د روزنیزو او تفریحي پروګرامونو خپرولو ته ژمن دی.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي د حریم زن راډیو د بیا فعالیت د پیلولو په مراسمو کې وویل چې اسلامي امارت د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د رسنیو د فعالیت هرکلی کوي.
هغه رسنۍ د ټولنې څراغ وباله او ویې ویل چې د هغو ملاتړ کوي او د دغو رسنیو د خپرونو لپاره به له هېڅ راز مرستې ډډه ونه کړي.
د حریم زن راډیو د خپرونو چارې د ۱۱ تنو ښځو نجونو له خوا پرمخ وړل کېږي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته