نړۍ، د غوايي ۸مه، بهرنۍ رسنۍ
د الجزیرې خبري شبکې د خبر له مخې د فلسطین په غزه کې د حماس غورځنګ مرستیال خلیل الحیه ویلي، چې د اوربند په اړه یې د اسرایلو ځواب ترلاسه کړی او تر بشپړې او هر اړخیزې اروزنې وروسته به ځواب ورکړي.
غزه کې د اوربند لپاره هڅې داسې حال کې کیږي، چې تازه امریکا له اسرایلو سره د میلیاردونو ډالرو په ارزښت مرسته کړې او ښکاري داسې چې اسرایل د اوربند نه؛ بلکې د جګړې د دوام غوښتونکی دی.
ورته وخت کې د یمن حوثي وسلوالو په سره بحیره کې د بریتانیا اړوند د تېلو یوه کیښتۍ په نښه او تخریب کړې ده.
دغه پېښه د امریکا مرکزي قومندانۍ سینتکام تایید کړې او ویلي یې دي، چې برید کې کیښتۍ زیانمنه شوې ده.
حوثي وسلوال دغه بریدونه د فلسطیني جهادي ډلو په ملاتړ او د اسرایلو پر ضد ترسره کوي.