خبرونهورزش

په کابل کې د رمضاني جام تر نامه لاندې د غیږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

کابل، د کب ۱۰مه، باختر
د ورزشي کلتور د ودې او دودولو په موخه، د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست له لوري د رمضاني جام تر نامه لاندې د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.
په دې سياليو کې د قلعه زمان خان ځوانانو، امید افغان او د کابل ښاروالۍ د غېږ نیونې لوبډلو برخه اخیستې وه.
د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئيس قاري ولي ګل جواد ويلي چې د کابل ښاروالۍ مشرتابه له لوبغاړو ملاتړ کوي ترڅو د سالمې ټولنې درلودلو په موخه، د لوبو کلتور پیاوړی شي.
هېره دې نه وي، چې په دغو سیالیو کې د غېږ نیونې برخې ۱۰۰ تنو لوبغاړو برخه اخیستې وه، چې په پایله کې یې امید افغان د ۴ مډالونو په ترلاسه کولو لومړی، د قلعه زمان خان د ځوانانو کلپ دویم او د کابل ښاورالۍ لوبډلې درېیم مقام خپل کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته