سیاستخبرونهاقتصادTOP

په کابل ښار کې د اصنافو ټولنې استازو خپلې ستونزې د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال له سلاکار سره شریکې کړې

کابل، د کب ۸مه، باختر

د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال سلاکار محمد ابراهیم حکمت، په کابل ښار کې د اصنافو ټولنې له استازو سره وکتل.

باخترآژانس ته د ریاست‌الوزرا د اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې چې د مالیې او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د کابل ښاروالۍ استازو هم حاضر وو؛ په کابل ښار کې د اصنافو ټولنې استازو د مالیاتي اسنادو د بررسۍ، د جوازونو د ورکړې او تمدید، د ذخیره ځایونو د تثبیت، د تبلیغاتي لوحو د نصب او نورو برخو کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړي او د رسېدنې غوښتنه یې کړې ده.

د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال سلاکار ویلي چې د اسلامي امارت مشرتابه او مسئولین د ملت ستونزو ته متوجه دي او د هېوادوالو د هوساینې او په هره برخه کې ورته د آسانتیاوو برابرولو په موخه شپه او ورځ هڅې کوي.

هغه په کابل ښار کې د اصنافو ټولنې استازو ته ډاډ ورکړی چې د دوی ستونزو ته به د قانون په رڼا کې اړوندې ادارې پر وخت او ښه ډول رسېدنه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته