خبرونهټولنهTOP

په کابل سیند کې د خځلو اچولو په اړه د کابل ښاروالۍ خبرتیا

کابل، د وري ۲۸مه، باختر 

د کابل سیند په اوږدو کې استوګنو ښاریانو ته خبر ورکول کیږي، چې په یاد سیند کې د کثافاتو (خځلو) اچول لویه ښاري سرغړونه بلل کیږي او له ټولو ښاریانو غوښتنه کیږي ترڅو له دې ناوړه کړنې څخه په کلکه ډډه وکړي؛ د سرغړونې لیدلو په صورت کې به له قانوني چلند سره مخ شي، چې بیا د شکایت حق نه لري. 

په کابل سیند کې د اوبو راتلو له امله د کابل سیند ډیری برخه له خځلو پاکه شوې ده؛ راځئ په دې سیند کې د خځلو په نه اچولو سره خپله ذهني آرامي او ښاري ښکلا زیانمنه نه کړو.

په تېرو وختونو کې کابل سیند یوه طبعي شتمني ګڼل کېده او په وروستیو کلونو کې یې د وچکالۍ له امله اوبه وچې شوې وې، خو بیا هم په پسرلي کې يې د اوبو کچه ډېرېږي او له نیکه مرغه سږ کال د الله ج له لوري د رحمت باران او واورې په اورېدلو سره د کابل سیند اوبه ډیرې شوې دي.

په کابل سیند کې د خځلو اچول د وګړو ژوند زیانمن او له ګواښ سره مخ کوي او له بل لوري دا کثافات تر سروبي پورې د سیند په یوه برخه کې را ټولیږي او بندونو ته زیان رسوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته