فرهنګ

پوهاند محمدرسول باوري د غزني د تاريخي آبداتو په اساسي ترميمولو ټينګار وکړ

غزنى باختردليندۍ دمياشتې٢٠  نيټه  :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمدرسول باوري پرون د غزني تاريخي ساحې وکتلې.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې:
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او ملګري هيئت يې د غزني ولايت  د تاريخي ساحو د کتنې په وخت کې  وويل چې دغزني تاريخي څلي  بيا رغاوني ته اړتيا لري او د غزني تاريخي څلي د ٢٠١٣ م کال د جشنوارې په درناوي په اساسي ډول نه دي ترميم شوي او اساسي ترميمولو ته اړتيا لري.
پوهاندباوري زياته کړه: هلي ځلې کوو هغه ټول تاريخي څلي چې د غزني ولايت په مرکز  او ولسواليوکې شته؛ په سم او مسلکي ډول ترميم شي.
ده زياته کړه: اوس د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت يو فني او مسلکي ټيم د دغه ولايت د آثارو د ترميمولو په برخه کې کار کوي.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د غزني په مرکزکې د سلطان محمود مرکز او د سردار غونډۍ چې تاريخي ساحې دي؛ وکتلې او د تاريخي ساحو د غصبولو له امله يې انديښنه څرګنده کړه او خبر دارى يې ورکړ چې تاريخي ساحې بېرته له غاصبانو څخه اخيستل کيږي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د قاچاق وړونکو له خوا په نا امنو سيموکې د لرغونو ساحو د کيندلو له امله انديښنه څرګنده کړه او له خلکو څخه يې د لرغونو آثارو د قاچاقو او کيندونو د مخنيوي په خاطر چې د يو ملت د فرهنګ او هويت ښکارندوى دي؛ د همکارۍ غوښتنه وکړه .
د غزني والي انجنير عبدالکريم متين د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کارونو له امله قدرداني وکړه او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست څخه يې وغوښتل چې د غزني ولايت د تاريخي آبداتو د ويجاړيدو او خرابيدو د مخنيوي په خاطر زياتې هلې ځلې وکړي.
ده زياته کړه  چې جمهور رئيس ژمنه کړې ده چې د غزني بالاحصار به بيا ترميم شي.
د يوبل خبر له مخې:
د غزني ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست نوې ودانۍ پرون د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست او د غزني د والي له خوا ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.
دغه ودانۍ په دوو پوړونوکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له پرمختيايي بودجې څخه د څه دپاسه شپږ ويشتو ميليونو افغانيو په لګښت په يوکال کې جوړه شوې ده چې شل کاري خونې او نور ضروري ملحقات لري .
د يادونې وړ ده چې د دغه رياست زړه ودانۍ په ١٣٩٣ کال کې د ډار اچوونکو په بريدکې ويجاړې شوې وه.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمدرسول باوري او د غزني والي پرون د غزني د ملي موزيم ودانۍ له ترميمولو وروسته ګتې اخيستنې ته وسپارله.
د دغه موزيم ودانۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له پرمختيايي بودجې څخه د څلورو ميليونو افغانيو په لګښت په يو کال کې ترميم شوې ده.
د غزني د ملي موزيم ودانۍ او هغه زيات آثار په  ١٣٩٣ کال کې د وسله والو مخالفينو په بريدکې ويجاړ شول او هغه آثارچې ترميمولو ته اړتيا لري؛ د مرکز د مسلکي ټيم له خوا ترميميږي .
ديوبل خبر له مخې:
په غزني کې د البيروني کتابتون ودانۍ پرون د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست پوهاند محمد رسول باوري او د غزني د والي له خوا ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د البيروني کتابتون ودانۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له پرمختيايي بودجې څخه د اووه ويشتو ميليونو افغانيو په لګښت په يو کال کې  جوړه شوې ده چې دوه ستر سالونونه او درې کاري خونې او نور ضروري ملحقات لري.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس بشيرمحمدي وويل چې اوس په بېلابېلو  عنوانونو شپږ زره ټوکه کتابونه په دغه کتابتون کې شته.
ده زياته کړه: په  ١٣٩٣ کال کې د ډار اچوونکو د بريد له امله د دغه کتابتون يو زيات شمېرکتابونه له مځه يوړل شول او اوس هلې ځلې کوو چې دغه کتابتون بيا بډاى کړو.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته