کابل / د وري ۲۷ مه / باختر
په کابل – جلال آباد لویه لاره کې په ترافيکي پېښه کې دوه تنه ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول.
دغه پېښه پرون ناوخته د قرغیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې له يوه باروړونکي موټر سره د یوه مسافر وړونکي موټر د ټکر له امله رامنځته شوه.
د لغمان پوليسو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دې پېښه کې ۲ تنه وژل شوي او ٧ تنه نور ټپيان شوي دي.
پوليسو د پېښې اصلي علت د موټر چلوونکو بې احتیاطي بللې ده.
پاى \ ذ