نړۍ

سختي زلزلې دچلي مرکزې سيمې ولرزولي .

سانتياګو  باختر د وري  اوومه
  دامريکا دمتحده ايالاتو دزلزلې پوهنې اداري دچلي  په مرکزي سيموکې دريکتر په مقياس  داووه اعشاريه دوو درجو په سختوالي يوه زلزله ثبت کړې ده .
  دغه زلزله  دمائوله   دسيمې دتلکا ښار  په شمال لويديځ  کې شوي ده چې  د ٢٠١٠ ميلادي کال په ژمې کې  هم دريکتر  په مقياس  داته اعشاريه اتو درجو په سختوالي  يوه زلزله  شوې وه .
دبيړنيو حالاتو دفتر په خپل لومړنې رپوټ کې ددغې زلزلې له امله دسردرسيدلو زيانونو او مالي تاوانونو په باب څه نه دي ويلي خو دناڅاپي  ويري اوډار له امله په ترافيکي پيښه کې يو تن ټپي شوي دي .  په همدي حال کې عيني شاهدانو ويلي  دي چې  د ديوالونو د نړيدو له امله  يو شمير خلک ټپيان شوي دي  او دغې زلزلې نږدي يوه دقيقه  دوام وکړ .
تيرکال په چلي کې ديوې سختي  زلزلې له امله چې سونامي يې هم په ځان پسي درلوده پنځه سوه تنه ووژل شول او په  ملياردونو ډالره تاوانونه ورسيدل چې قربانيان يې په عمده توګه له زلزلې  وروسته له سونامي  له امله وو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته