سیاستخبرونهاقتصادTOP

په چین کې د افغانستان سفیر د چينايي ام.سي.سي شرکت  له رئیس سره وکتل

کابل، د سلواغې ۳۰مه، باختر

په چین کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر مولوي بلال کریمي نن له غرمې وروسته د افغانستان سفارت په مقر کې د چينايي ام.سي.سي «MCC» شرکت له وانګ جیچنګ سره وکتل.

په دې کتنه کې د یاد شرکت مشر وانګ جیچنګ د مس عینک معدن د استخراج د قرارداد په تړاو د یو لړ پرمختګونو له امله خوښي وښوده.

ورته مهال مولوي بلال کریمي د مس عینک معدن د استخراج د قرارداد په اړه هیله وښوده، چې یاد قرارداد به د دواړو اړخونو په همکاري له خپلو مندرجاتو سره سم په ښه ډول عملي شي.

په وروستو کې  دواړو خواوو د یادې پروژې د پاتي تخنیکي مواردو د حل په اړه د نظرونو تبادله وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته
WP RSS Plugin on WordPress