خبرونهاقتصاد

په پکتیکا کې د ترکیې یو خیریه بنسټ د ۱۷ میلیونو افغانیو په لګښت د یتیم روزنې مرکز جوړوي

کابل، د غبرګولي ۲۸ مه، باختر

د ترکیې یو خیریه بنسټ په پکتیکا ولایت کې د ۱۷ ميلیونه افغانیو په لګښت د یتیم روزنې یو مرکز جوړوي، چې ۷۵۰ زده کوونکو ته به په کې پر دیني زده کړو سربېره د عصري زده کړو زمینه برابره شي.

د ترکیې د (جمعیه ندا الخیر) بنسټ په همکارۍ د پکتیکا ولایت مرکز اړوند ځواکې په سیمه کې د یتیمو ماشومانو د روزنې او پالنې په موخه یو مرکز جوړوي.

په کابل کې د دغه هېواد د (انسانانو ښېګڼې ته راتګ) په نوم د موسسې استازی حمزه وایي، چې له دې پروژې یې موخه یتیمو ماشومانو ته د زده کړو د زمینې برابرولو ترڅنګ د هغوی پالنه ده.

نوموړی وایې، چې په دې پروژه ۱۷ میلیونه افغانۍ لګښت راځې، چې ټولې اسانتیاوې به ولري او د اړتیا په صورت کې به د پیسو نور پنډ هم ورته برابر کړي.

په همدې حال کې د پکتیکا مرستیال والي مولوي محب الله حماس وایې، چې دغه روزنیز مرکز به په ۱۵ جریبه ځمکه کې جوړه شي، چې ۷۵۰ یتیم زده کوونکي به په کې زده کړو ته دوام ورکړي.

والي له نورو نړیوالو خیریه بنسټونو څخه افغان ماشومانو ته د زده کړو برابرولو په برخه کې د همکاري غوښتنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې د یادې موسسې دغه ډول پروژې په پروان او میدان وردګو ولایتونو کې سرته رسېدلي، خو په غزني او پکتیکا کې یې تازه د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته