
کابل، د غویی ۳۱ مه، باختر
د پکتیکا په دوه ولسوالیو شکین او مټاخان کې پر ۴۴۱۶ بې وزلو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول.
د باخترآژانس د خبر له مخي، د پکتیکا د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د دغه ولایت شکین او مټاخان ولسوالیو کې، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي مرسته او د RHDO مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، پر ۴۴۱۶ اړمنو کورنیو خوراکي توکي ووېشل.
د کلیو پراختیا ریاست مسؤلین وایې چې دا لړۍ به نورو ولسوالیو ته هم وغځول شي.
په خبره یې په دغه مرسته کې اوړه، غوړي، مالګه او د ماشومانو لپاره روغتیايي خوراکي توکي شامل دي.
د یادونې وړ ده چې په یاد ولایت کې له دې وړاندې هم له اړمنو کورنیو سره مرسته شوې ده.
صدیقي