خبرونهامنیت

په پکتیا کې هغه کسان ونیول شول چې له یو ډاکټر یې په زور د پیسو غوښتنه کوله

کابل، د چنګاښ لومړۍ، باختر

د پکتیا په مرکز ګردیز کې هغه څلور تنه ونیول شول چې څه موده وړاندې یې دوه ډاکټران رفیع الله او محمد بشیر د ناروغۍ په بهانه خپل کور ته بیولي وو.

یادو غلو له ډاکټرانو د شکنجې تر څنګ د بې حجابۍ ویډیو کړې وه، چې د بېرته ختمولو لپاره یې څلور لکه افغانۍ غوښتې وې.

د پکتیا امنیه قوماندانۍ د جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیریت لخوا یاد کسان د یو کشفي راپور په ترڅ کې له دوه میله تومانچو سره یو ځای ونیول.

باختر آژانس ته د امنیې قوماندانۍ څخه په ورکړل شویو معلوماتو کې راغلي، چې د یادو غلو دوسیې به تر بشپړېدو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي. صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته