خبرونهټولنه

په پکتیا کې د څښاک اوبو یوه شبکه پرانستل شوه

٥٤- کابل / د لیندی ۳۰ / باختر
د پکتیا په ځاځي آریوب ولسوالۍ کې په یوښوونځی کې د څښاک اوبو د یوې شبکې د جوړولو کار بشپړاو نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د پکتیا د کلیو د بیا رغاونې او پرمختیا ریاست مسوول باخترآژانس ته وویل چې د څښاک د اوبو دغه شبکه د کلیو د بیا رغاونې له بودجې او د یونیسف په مالي همکاری د څه نا څه ۶۰۰۰۰۰ افغانیوپه لګښت په ځاځي آریوب ولسوالۍ کې په یوښوونځي کې جوړه شوې ده.
هغه وویل چې د اوبو رسولو د دغې شبکې په جوړولوسره د دغه ښوونځی د ۵۵۰ زده کوونکو د څښاک اوبه برابره شوې ده.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته