کابل / د وري ۲ مه / باختر
د پکتیا په احمد آبا ولسوالۍ کې د ۶۲ کانالونو او کارېزونو د پاک کارۍ چارې پیل شوې دي.
د اوبو او انرژۍ وزارت نن د یوې خپرپانې په خپرولو سره ویلي چې د دغو کانالونو او کارېزونو د پاک کارۍ چارې “د کار په مقابل کې د خوړو” پروګرام له خوا د یوې کمېټې تر څار لاندې پرمخ وړل کېږي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ۱۰ نورو کارېزونو د پاکولو چارې به هم ډېر ژر پيل شي.
د یادونې وړ ده چې په دغه پروګرام کې هر کارګر ته د ورځې ۱۰ کیلو غنم د کار په مقابل کې ورکول کېږي.
وهاج