کابل، د وري ۲۸ مه، باختر
د پکتیا د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ریاست مسوولینو د دغه ولایت د وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې د غره ښوېیدنې خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي رئیس مولوي نثار احمد نجات باختر اژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د ياد ولايت په وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې د غر ښوېيدنې له امله د ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ پنځو غړو ژوند له لاسه ورکړی دی.
هغه زیاته کړه چې د وروستیو سختو اورښتونو او سېلابونو له امله د ۶۴ کورنو په ګډون سلګونه جریبه ځمکې، یو شمېر پلونه او سړکونه ویجاړ شوي دي، چې اړوند سیمو ته یې د سروې په موخه ټیمونه لیږل شوي څو د اړمنو لاسنیوی وکړي.
د یادونې وړ ده، چې په هېواد کې د ورستیو ورښتونو او سېلابونو له امله ولسي خلکو ته ګڼ شمېر مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.