خبرونهنړۍ

اسرایلو په غزه کې د دوه نورو صهیونست پوځيانو د وژل کېدو خبر ورکړ

نړۍ، د غوايي ۱۸مه، بهرنۍ رسنۍ

د اسرایلو دفاع وزارت نن سه شنبې ویلي، چې پرون یې د فلسطین په شمال کې دوه پوځيان له فلسطیني جهادي ډلو سره په روانه جګړه کې وژل شوي دي.

دا په تېرو درې ورځو کې درېیم ځل دی، چې صهیوسنت پوځ د خپلو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکوي او وړمه ورځ هم د دغه اشغالګر پوځ څلور سرتیري د حماس په یو راکټي برید کې وژل شوي و.

دې سره په روانه جګړه کې د ټولو وژل شویو اسرایلي پوځيانو شمېر ۵۶۸ تنو ته ورسېد، چې ۲۶۸ یې په مخامخ جګړه کې او ۳۰۰ نور یې د تېر کال د اوکتوبر پر اوومه نېټه د حماس غورځنګ د ناڅاپي برید پر مهال وژل شوي دي. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته